ایکناخبري آژانس د الاخبار۲۴ له قوله راپور راکړ ، د باران په ورښت کې د څنډ په وخت د لمانځه د قایمولو په باب د پيغمبر اکرم د سنت په اساس دعربستان په مختلفو سیمو کې په زرګونو خلکو د سهار په وخت د باران د ورښت لمونځ قایم کړ .
په مکې مکرمې کې هم د مسجد الحرام او مسجد النبي د چارو عمومی مدیر عبدالرحمن بن عبدالعزیز السدیس په امامت د باران لمونځ ترسره شو .
عبدالرحمن السدیس د باران دلمانځه په خطبې کې خلک د خدای له رحمته نه ناامیدکیدا ته وبلل او وې وئیل و تاسو دخداوندکریم په درګاه کې لولئ چې که دهغه بندګان لاس په دعا شي او دهغه په درګاه کې چغې پورته کړي ، نو خالی لاسونه به بیرته ونه ګرځي .
په مدینې منورې کې هم په زرګونو مسلمانانو ، په مسجد النبي کې او د روغتیائی پروټوکولونو په رعایتولو سره د باران لمونځ ترسره شو . د وئیلو ده چې له دې مخکې دسعودی عربستان پاچا ملک سلمان ددغه هیواد له خلکو غوښتي وو ،چې په درست هیواد کې دې د باران دغوښتې یا استسقاء لمونځ قایم کړي .
په دې اړه ځيني عکسونه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .
https://iqna.ir/fa/news/4020644